جاوا پروګرام کولو طریقه

په جاوا کې، هر غوښتنلیک (Application) د class نوم سره پیل کیږي، او دا class باید د فایل نوم سره یوشان وي.
راځئ چې زموږ لومړی جاوا فایل جوړ کړو، چې د Main.java په نوم یادیږي، کوم چې په هر متن ایډیټر (لکه نوټ پیډ Notepad) کې ترسره کیدای شي.
فایل باید د "Hello World" مسچ ولري، کوم چې د لاندې کوډ په طریفه لیکل کیږی:

public class Main {
  public static void main(String[] args) {
    System.out.println("Hello World");
  }
}
بیا دا فایل د Main.java په نوم ثبت وکړی، د کمانډ پرامپټ (cmd.exe) پرانیزئ، هغه ځای یا دایریکتوری ته لاړ شئ چیرې چې تاسو خپل فایل ثبت کړی دی، او "javac Main.java" ټایپ کړئ:

C:\Users\Desktop> javac Main.java
دا به ستاسو کوډ تالیف (Compile) کړي. که په کوډ کې کوم غلطی شتون ونلري، کمانډ پرامپټ به تاسو بلې کرښې ته بوځي. اوس، د فایل چلولو لپاره "جاوا مین" ټایپ کړئ:
C:\Users\Desktop>java Main
په نتیجه کي:
Hello World
د کوډ هره کرښه چې په جاوا کې اجرا کیږی باید د class دننه وي. زموږ په مثال کې، موږ د class نوم Main ورکړ. یو class باید تل لومړي توري یی غت توړی سره پیل شي.

یادونه: جاوا case-sensitive دی: "MyClass" او "myclass" مختلف معنی لري او سره توپیر کوي.

د جاوا فایل نوم باید د class نوم سره سمون ولري. کله چې فایل ثبت کړئ، د class نوم په کارولو سره ثبت کړئ او د فایل نوم په پای کې "java." اضافه کړئ.

  • Main میتود
()Main میتود اړین او مهم دی او تاسو به یې په هر جاوا برنامه کې وګورئ او ورکړي.

public static void main(String[] args)

د ()Main میتود دننه هر کوډ به اجرا شي.

  • ()System.out.println
د ()Main میتود دننه، موږ کولای شو د صفحی پر مخ د متن یوه کرښه چاپولو لپاره د ()println میتود څخه کار واخلو:

public static void main(String[] args) {
    System.out.println("Hello World");
  }

یادونه: د curly braces { }د کوډ بلاک پیل او پای راښیی.

یادونه: هر کوډ بیان باید د سیمیکولون ؛ سره پای ته ورسیږي.

جاوا تبصرې (Comments)

تبصرې (Comments) د جاوا کوډ تشریح کولو لپاره کارول کیدای شي، او د ښه لوستلو لپاره دي. 



Comments

Popular posts from this blog

جاوا اساسات