جاوا پروګرام کولو طریقه په جاوا کې، هر غوښتنلیک (Application) د class نوم سره پیل کیږي، او دا class باید د فایل نوم سره یوشان وي. راځئ چې زموږ لومړی جاوا فایل جوړ کړو، چې د Main.java په نوم یادیږي، کوم چې په هر متن ایډیټر (لکه نوټ پیډ Notepad) کې ترسره کیدای شي. فایل باید د "Hello World" مسچ ولري، کوم چې د لاندې کوډ په طریفه لیکل کیږی: public class Main { public static void main ( String [] args) { System .out. println (" Hello World "); } } بیا دا فایل د Main.java په نوم ثبت وکړی، د کمانډ پرامپټ (cmd.exe) پرانیزئ، هغه ځای یا دایریکتوری ته لاړ شئ چیرې چې تاسو خپل فایل ثبت کړی دی، او "javac Main.java" ټایپ کړئ: C:\Users\Desktop> javac Main .java دا به ستاسو کوډ تالیف (Compile) کړي. که په کوډ کې کوم غلطی شتون ونلري، کمانډ پرامپټ به تاسو بلې کرښې ته بوځي. اوس، د فایل چلولو لپاره "جاوا مین" ټایپ کړئ: C:\Users\Desktop> java Main په نتیجه کي: Hello World د کوډ هره کرښه چې په جاوا کې اجرا کیږی باید د class دننه وي. زموږ په مثال کې، موږ د...
Posts
Showing posts from December, 2021
جاوا اساسات
- Get link
- X
- Other Apps
جاوا څه شی دی؟ جاوا یو مشهور پروګرامینګ ژبه ده چې په 1995 کې رامینځته شوې. دا د اوریکل ( Oracle ) ملکیت دی، او له 3 ملیاردو څخه ډیر وسایل جاوا چلوي. دا ددې لپاره استفاده کیږي چی: مبایل غوښتنلیکونه ( Applications ) (په ځانګړې توګه د Android پروګرامونه). د ډیسټاپ ( Applications ) غوښتنلیکونه. ویب ( Applications ) غوښتنلیکونه. ویب ( Servers ) سرورونه او د ( Applications ) غوښتنلیک سرورونه. ( Games ) لوبې. د ډیټابیس اړیکی ورکول. ولې جاوا وکاروئ؟ جاوا په مختلفو پلټ فارمونو ( Platforms ) کې کار کوي (وینډوز، مک ( Mac )، لینکس( Linux )، Raspberry Pi ، او نور). ده په نړۍ کې ترټولو مشهور پروګرامینګ ژبه ده. ده د زده کولو لپاره اسانه او کارول یی اسانه دي. جاوا آزاده سرچینه او وړیا ده. جاوا خوندي، چټک او پیاوړی دی. جاوا د ټولنې لوی ملاتړ لري (په لسګونو ملیونه Developers لري.) جاوا د Object Oriented ژبه ده چې پروګرامونو ته روښانه جوړښت ورکوي، او کوډ ته اجازه ورکوي چې بیا وکارول شي، د Development لګښتونه کموي. لکه څنګه چ...