جاوا اساسات
جاوا څه شی دی؟
جاوا یو مشهور پروګرامینګ ژبه ده چې په 1995 کې رامینځته شوې.
دا د اوریکل (Oracle) ملکیت دی، او له 3 ملیاردو څخه ډیر وسایل جاوا چلوي.
دا د اوریکل (Oracle) ملکیت دی، او له 3 ملیاردو څخه ډیر وسایل جاوا چلوي.
دا ددې لپاره استفاده کیږي چی:
- مبایل غوښتنلیکونه (Applications) (په ځانګړې توګه د Android پروګرامونه).
- د ډیسټاپ (Applications) غوښتنلیکونه.
- ویب (Applications) غوښتنلیکونه.
- ویب (Servers) سرورونه او د (Applications) غوښتنلیک سرورونه.
- (Games) لوبې.
- د ډیټابیس اړیکی ورکول.
ولې جاوا وکاروئ؟
- جاوا په مختلفو پلټ فارمونو (Platforms) کې کار کوي (وینډوز، مک (Mac)، لینکس(Linux)، Raspberry Pi، او نور).
- ده په نړۍ کې ترټولو مشهور پروګرامینګ ژبه ده.
- ده د زده کولو لپاره اسانه او کارول یی اسانه دي.
- جاوا آزاده سرچینه او وړیا ده.
- جاوا خوندي، چټک او پیاوړی دی.
- جاوا د ټولنې لوی ملاتړ لري (په لسګونو ملیونه Developers لري.)
- جاوا د Object Oriented ژبه ده چې پروګرامونو ته روښانه جوړښت ورکوي، او کوډ ته اجازه ورکوي چې بیا وکارول شي، د Development لګښتونه کموي.
- لکه څنګه چې جاوا ++C او #C ته نږدې دی، د پروګرامرانو لپاره اسانه کوي چې جاوا ته لاړ شي یا برعکس وکری.
د جاوا انستالول:
په ځینو کمپیوترانو کی شاید دمخه انستال یا ثبت سوی وی.
د د دې لپاره چې وګورئ تاسو په وینډوز کمپیوټر کې جاوا نصب کړی وي، په (Start Bar) پیل بار کې Java لټون وکړئ یا د کمانډ پرامپټ (cmd.exe) کې په داسی ډول ټایپ کړئ:
C:\Users\PC Name> java -version
که تاسو په خپل کمپیوټر کې جاوا نه وي نصب کړی، تاسو کولی شئ دا په وړیا توګه له oracle.com څخه ډاونلوډ کړئ.
د وینډوز لپاره جاوا تنظیم کړئ
په وینډوز کې د جاوا نصبولو لپاره:
- "سیسټم ملکیتونه System Properties" (د کنټرول پینل> سیسټم او امنیت> سیسټم> پرمختللي سیسټم ترتیبات) ته لاړ شئ.
- د "پرمختللي Advanced" ټب لاندې د "چاپیریال متغیرات Environment Variables" تڼۍ باندې کلیک وکړئ
- بیا وروسته، د سیسټم متغیرونو (Variables) کې "Path" متغیر غوره کړئ او د "Edit" تڼۍ کلیک وکړئ
- په "New" تڼۍ کلیک وکړئ او هغه Path اضافه کړئ چیرې چې جاوا نصب شوی وی، په دې حالت کې، تاسو باید یو نوی Path اضافه کړئ: C:\Program Files\Java\jdk-11.0.1\bin
- بیا، "OK" کلیک وکړئ، او ترتیبات (Settings) ثبت کړئ
- په پای کې ، د کمانډ پرامپټ خلاص کړئ (cmd.exe) او java-version ټایپ کړئ ترڅو وګورئ چې جاوا ستاسو په ماشین کې روان دی که نه؟
په لاندی عکسونو کي مرحله په مرحله هم اشکاره سوی دی:
اوله مرحله:
دوهمه مرحله:
دریمه مرحله:څلورمه مرحله:
Comments
Post a Comment